محترم استاد وحیدالله اعظمی بیوگرافی
محترم پوهنیار وحیدالله اعظمی د عبدالقهار زوي په ۱۳۶۵ هـ. کال کښې د غزنی ولایت د مرکز په آرزو کلي کښی سترګې را غړولې دي.
نوموړی خپلې لومړنۍ او منځنۍ دیني زده کړې یې په خصوصي ډول سره پای ته رسولی دي او د بوکلوریا سند د لاسته راوړلو لپاره د غزنی ولایت جمع اولیاء دارالعلوم ته په ۱۳۸۳ هـ. کال کې شامل سو او په ۱۳۸۵ هـ. کال کې د نوموړی مدرسی څخه په ممتازه درجه فارغ سو.
نوموړی په ۱۳۸۶هـ. کال کښې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه هرات پوهنتون شرعیاتو پوهنځی ته لاره وموندله او په ۱۳۸۹هـ. کال کښې د اسلامی تعلیماتو له څانګې څخه فارغ سو بیائې دخدمت په موخه د آزاد رقابت له لارې په ۱۳۹۱ کال کې کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی په اسلامی تعلیماتو څانګه کې د علمی کادر غړی په توګه تقرر حاصل کړ.
او په ۱۳۹۲هـ. کال کې د علمی ظرفیت د لوړلو لپاره ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځی ته د ماستری ډیګری د ترلاسه کولو په موخه ولاړ او خپل ماستری ئې په نوموړی پوهنتون کې د تفسیر او حدیث په رشته کې په بریالیتوب سره پای ته و رسول.
دم ګړی استاذ د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د اسلامی تعلیماتو د څانګی فعال غړی دی او د استادی مقدسه دنده پرمخ و ړي.
+ نوشته شده توسط وحیدالله اعظمی در چهارشنبه یکم شهریور ۱۳۹۶ و ساعت 9:50 |
پیام تبریکی عید قربان...
ما را در سایت پیام تبریکی عید قربان دنبال می کنید
برچسب : گرافی,زبان,پشتو, نویسنده : faqahat بازدید : 83 تاريخ : جمعه 3 شهريور 1396 ساعت: 12:37